له هلمنده ۸۰ زره ټنه پنبه بهرنیو هېوادونو ته صادره شوې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د هلمند د صنعت او کانونو ریاست وایي، د دغه ولایت شاوخوا ۸۰ زره مټریک ټنه پنبه بهرنیو بازارونو ته صادره شوې ده. د یاد ریاست په وینا، پنبه د هلمند له مهمو صادراتي محصولاتو څخه ګڼل کېږي او د هېواد په صادراتو کې مهم ځای لري.
د مسؤلینو د معلوماتو له مخې، په هلمند کې تولید شوې پنبه دا مهال چین، ترکیې، ایران او ازبکستان ته صادرېږي. دوی زیاتوي چې د پنبې صادراتو د کرنیزو محصولاتو بازار موندنې او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړې ده.
د هلمند د صنعت او کانونو ریاست ویلي، د پنبې کر او تولید د دغه ولایت د کرنیز اقتصاد مهمه برخه جوړوي او زرګونه بزګران ترې د عاید ترلاسه کوي، چې د خلکو د اقتصادي وضعیت په پیاوړتیا کې مهم رول لري.



