خالد ځدراڼ: کابل کې د درې نجونو د ټپي کېدو پېښې عامل ونیول شو

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایي، هغه کس چې څه موده وړاندې یې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې درې نجونې په موټر وهلې او ټپيانې کړې وې، نیول شوی دی.

د نوموړي په وینا، د پېښې عامل له خپل موټر سره یوځای د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او دا مهال تر قانوني څېړنو لاندې دی.

ځدراڼ زیاته کړې چې د یادې پېښې د بشپړې ارزونې او قانوني تعقیب بهیر د اړوندو ادارو له خوا روان دی او لازم اقدامات به ترسره شي.

مربوطه مطالب

Back to top button