د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال د پانګونې نړیوال فورم کې ګډون لپاره تاشکند ته ولاړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه پلاوي په مشرۍ د ازبکستان پلازمېنې تاشکند ته سفر کړی، څو د تاشکند د نړیوال پانګونې فورم (TIIF-2026) په غونډو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو، پانګوالو او سوداګرو سره د اقتصادي همکاریو او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

د وزارت په وینا، په دغه فورم کې به د افغانستان د سوداګرۍ خونې استازي او یو شمېر افغان سوداګر هم ګډون ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت هیله څرګنده کړې چې دا سفر به د افغانستان د اقتصادي فرصتونو د معرفي کولو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو د جلب په برخه کې مثبتې پایلې ولري.

مربوطه مطالب

Back to top button