ولسمشر پزشکیان: د تهران-واشنګټن ترمنځ د سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران ولسمشر “مسعود پزشکیان” ویلي، چې ټاکل شوې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې او تفاهم لیک د را روانې جمعې په ورځ په رسمي ډول لاسلیک شي.
د ایران د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، پزشکیان دغه څرګندونې له یو شمېر حکومتي چارواکو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.
نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ له څو اوونیو راهیسې روانې خبرې اترې مثبتې پایلې لرلې او اوس دواړه لوري د یوې داسې هوکړې لاسلیک ته نږدې شوي، چې د شته اختلافاتو د حل او د تاوتریخوالي د کمېدو زمینه برابروي.
د راپورونو له مخې، تهران او واشنګټن د جګړې د پای ته رسولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو توافق ته رسېدلي دي.
په ورته وخت کې د یادې هوکړې د وروستي کېدو خبر د نړۍ د ګڼو هېوادونو له هرکلي سره مخ شوی او سیاسي شنونکي باور لري، چې دا پرمختګ په سیمه کې د ثبات، امنیت او دیپلوماتیکو اړېکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام دی.

مربوطه مطالب

Back to top button