حماس: ایران امریکا او صهیونیستي ریژیم اوربند منلو ته اړ کړل

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ “حماس” د ایران له لوري د اوربند د ټینګښت او د امریکا او اسرائیلو د بریدونو د مخنیوي هرکلی کړی او دا یې د ایران لپاره یوه ستره لاسته راوړنه بللې ده.
حماس غورځنګ په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، ایران وتوانېد چې د خپل دریځ او مقاومت له لارې امریکا او صهیونیستي ریژیم اوربند منلو ته اړ کړي.
اعلامیه زیاتوي، دغه بریا د ایران د خلکو د مشروع حقونو د ترلاسه کولو لپاره مهم ګام دی او د سیمې د ملتونو لپاره د نوي راتلونکي بنسټ ږدي.
حماس ویلي، چې د ایران دغه لاسته راوړنه به د سیمې پر ملتونو، په ځانګړې توګه د فلسطین پر خلکو، مثبت اغېز ولري او د هغوی د حقونو د ترلاسه کولو مبارزه به لا پیاوړې کړي.
دغه غورځنګ همداراز ټینګار کړی چې ایران تل د فلسطین د خلکو د عادلانه قضیې او مشروع حقونو ملاتړ کړی او د فلسطیني مقاومت ترڅنګ یې هر اړخیزې مرستې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي، پر لبنان وروستيو بریدونو یو ځل بیا وښودله چې صهیونیسټي پروژه نه یوازې د سیمې د ملتونو، بلکې د ټولې نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.



