شهباز شریف: پاکستان د امریکا او ایران د سولې هوکړې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان لومړي وزیر “شهباز شریف” ویلي، چې هېواد یې د امریکا او ایران ترمنځ د څه باندې سلو ورځو جګړې د پای ته رسولو لپاره د سولې هوکړې په رامنځته کولو کې مهم رول لوبولی دی.
شهباز شریف د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال وویل، چې د خبرو اترو په وروستیو پړاوونو کې څو ځله داسې نښې څرګندې شوې وې چې مذاکرات به له ناکامۍ سره مخ شي، خو د پاکستاني د پوځ مشر “جنرال عاصم منیر” د دوامدارو هڅو له امله د خبرو بهیر ژوندی پاتې شو.
هغه زیاته کړې، چې عاصم منیر شپه او ورځ کار کړی څو د جګړې اور مړ او د سولې لپاره مناسب شرایط برابر کړي.
د نوموړي په وینا، د امریکا او ایران ترمنځ د سولې په ۱۴ مادهییز تفاهم کې د ایران پر ضد د ځینو بندیزونو کمول، د کنګل شویو شتمنیو تدریجي خوشې کول او د یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه د راتلونکو خبرو اترو چوکاټ شامل دی.
شهباز شریف همداراز د قطر، سعودي عربستان، ترکیې او چین له مشرانو هم مننه کړې او ویلي یې دي، دغو هېوادونو هم د منځګړیتوب په بهیر کې رغنده او مهمه ونډه لرلې ده.
د یادونې وړ ده، چې ټاکل شوې د امریکا او ایران ترمنځ د یادې هوکړې د لاسلیک مراسم د را روانه جمعه د سویس په جینوا ښار کې ترسره شي.



