پنجشېر کې د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سړکونو د بیارغونې او اسفالت لپاره دوه پروژې منظورې شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د ټولګټو وزارت د روان کال په پراختیايي پلان کې د پنجشېر ولایت لپاره د ۲۶۹ میلیونه افغانیو په ارزښت دوه مهمې ټرانسپورټي پروژې شاملې کړې دي.
د پنجشېر ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، په دغو پروژو کې د پنجشېر د عمومي سړک د ۴۴ کیلومتره برخې ترمیم او بیارغونه او همداراز د آبشار ولسوالۍ د سړک اسفالت شامل دي.
د پنجشېر والي حافظ محمد آغا حکیم ویلي، د یادو پروژو د منظورۍ لپاره یې په تېرو درېیو کلونو کې له اړوندو چارواکو سره پرله‌پسې هڅې کړې وې.
د پنجشېر د ټولګټو رییس محمد فهیم موحد د معلوماتو له مخې، د آبشار ولسوالۍ د سړک اسفالت لپاره ۲۲۹ میلیونه افغانۍ او د پنجشېر د عمومي سړک د یوې برخې د قیر اچونې لپاره ۴۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button