د امریکا په کلیفورنیا کې بي-۵۲ بمغورځونکې الوتکه لوېدلې؛ اته تنه عمله وژل شوې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د امریکا د کلیفورنیا ایالت د اډوارډز هوايي اډې اړوند یوه بي-۵۲ سټراټوفورټرېس بمغورځونکې الوتکه د دوشنبې په ورځ له الوتنې لږ وروسته راغورځېدلې ده. امریکايي چارواکو ویلي، لومړني معلومات ښيي چې په الوتکه کې سپاره د عملې ټول اته غړي وژل شوي دي.
د اډوارډز هوايي اډې د اعلامیې له مخې، دغه اته انجن لرونکې ستراتیژیکه الوتکه د یوې عادي ازمایښتي الوتنې پر مهال له پېښې سره مخ شوې ده.
بي-۵۲ الوتکې د اټومي او دودیزو بمونو د لېږد وړتیا لري او د امریکا د هوايي ځواک له مهمو بمغورځونکو الوتکو څخه شمېرل کېږي.
د رویټرز د راپور له مخې، د پېښې له سیمې اخیستل شوې هوايي ویډیو ښيي چې د دښتې یوه پراخه سیمه سوځېدلې او له سیمې لوګي پورته کېږي. د پېښې د لامل په اړه تر اوسه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او څېړنې روانې دي.



