مولانا فضل الرحمن: پاکستان دې د افغانستان پر وړاندې د خبرو او تفاهم لاره خپله کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر “مولانا فضل الرحمن” ویلي، که پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ د حل او په سیمه کې د سولې د ټینګښت هڅې کوي، نو باید د افغانستان پر وړاندې هم ورته سوله‌ییزه تګلاره خپله کړي.
فضل الرحمن د پاکستان پارلمان ته د وینا پر مهال د دغه هېواد پر حکومت غږ کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو د شتون په پلمه د هوايي بریدونو پر سیاست بیا کتنه وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم، دیپلوماسۍ او خبرو اترو لار غوره کړي.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان ثبات او ارامۍ ته اړتیا لري او پاکستان هم د یوه باثباته او امن ګاونډي له شتون څخه ګټه ترلاسه کوي.
د جمعیت علماء اسلام مشر ویلي، د سیمې د ستونزو حل د پوځي فشارونو پر ځای د خبرو اترو او متقابل درناوي له لارې ممکن دی او اسلام‌اباد باید له کابل سره خپلې اړېکې د تفاهم پر بنسټ تنظیم کړي.
بل‌خوا، د پاکستان د پارلمان غړي او د تحریک انصاف ګوند مهم مشر” اسد قیصر” د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر سوداګریزو محدودیتونو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د سرحدي لارو پرله‌پسې تړل کېدل به د پېښور اقتصاد، سوداګرۍ او صنعت له جدي ستونزو سره مخ کړي.
هغه له حکومته غوښتي چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د اسانتیاوو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د اقتصادي اړېکو د پراختیا لپاره مناسب شرایط برابر کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button