قالیباف: د ایراني ولس د مقاومت له امله هېواد د بریا پر لور یو مهم ګام اخیستی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د پارلمان رییس، “محمد باقر قالیباف” ویلي، چې د ایراني ولس د مقاومت او د امنیتي او پوځي ځواکونو د مېړانې په پایله کې هېواد یې د بریا پر لور یو مهم ګام اخیستی دی.
قالیباف په خپلې اېکس‌پاڼې کې لیکلي، هغه کسان چې غوښتل یې ایران کمزوری او تسلیم کړي، خپلو موخو ته ونه رسېدل او د ایران ملت د فشارونو پر وړاندې خپل ټینګ دریځ وساته.
نوموړي د ایراني ولس د یووالي، همغږۍ او ملي پیوستون ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅو د هېواد د ګټو او ملي حاکمیت په ساتنه کې مهم رول لوبولی دی.
د ایراني پارلمان رییس ټینګار کړی، چې د بهرنیو فشارونو، ګواښونو او سیاسي هڅو سربېره، د ایران اسلامي جمهوریت لا هم پر خپلو دریځونو ولاړ دی او د خپلو ملي ګټو دفاع ته به دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button