د بېکیفیته او تاریختېرو خوړو او درملو د مخنیوي لپاره د جدي څارنې پرېکړه وشوه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۶ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د خوړو او درملو پلاوي غونډه ترسره شوې، چې پکې د پلاوي غړو د خپلو ترسره شویو فعالیتونو او ورسپارل شویو دندو راپورونه وړاندې کړي دي.
مولوي حمدالله فطرت په خبرپاڼه کې ویلي، په غونډه کې د اړتیا وړ درملو د مجاز لېست د پراخولو او د درملو د تنظیم سیستم د معیاري کېدو په اړه هم بحث شوی دی.
خبرپاڼې له مخې، د غونډې ګډونوالو د بېکیفیته درملو د واردېدو د مخنیوي پر لارو چارو هر اړخیزه ارزونه کړې او په پای کې څارونکو ټیمونو ته دنده وسپارل شوه چې په بازارونو کې د بېکیفیته او تاریختېرو خوړو او درملو د پېر او پلور د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.



