د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال په مشرۍ پلاوی کابل ته راغلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، په مشرۍ یو لوړپوړی دولتي پلاوی کابل ته رسېدلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، ټاکل شوې چې دغه پلاوی د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو سره د اقتصادي، سوداګریزو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې وکړي.
عزیزي ویلي، د دغه سفر موخه د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو پراخول او په بېلابېلو برخو کې د همکاریو پیاوړتیا ده. نوموړي هیله څرګنده کړې چې د پلاوي سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې او عملي پایلې ولري.
د نوموړي په وینا، قزاقستانی پلاوی به په کابل کې د افغاني او قزاقستاني تولیداتو په ګډ نندارتون کې هم ګډون وکړي.



