امریکا او قطر ایران ته د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو پر طرحه کار کوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا له قطر سره په ګډه پر داسې طرحه کار کوي چې له مخې به یې ایران ته د بشري اړتیاوو لپاره د خپلو کنګل شویو شتمنیو یوې برخې ته د لاسرسي اجازه ورکړل شي.

د راپور له مخې، په لومړي پړاو کې به په قطر کې د ایران شپږ میلیارده ډالره کنګل شوې شتمني د خوړو، درملو او نورو بشري توکو د پېرلو لپاره وکارول شي.

راپور زیاتوي، دغه طرحه لا هم وروستۍ شوې نه ده او ایران باید د هغې له میکانیزم سره موافقه وکړي. سرچینې وايي، دا اقدام ښايي د ایران د نورو کنګل شویو شتمنیو د خوشې کېدو لپاره هم بېلګه وګرځي، ځکه تهران غواړي د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلې نږدې ۲۴ میلیارده ډالرو بندو شتمنیو د خوشې کېدو بهیر چټک شي.

د راپور له مخې، امریکا د ایران د کنګل شویو شتمنیو خوشې کول د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستي تفاهم او د اټومي خبرو له پرمختګ سره تړي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ته به یوازې هغه مهال خپلو شتمنیو ته لاسرسی ورکړل شي چې د واشنګټن غوښتنې عملي کړي، په داسې حال کې چې منتقدان باور لري تهران له هر ډول امتیاز ورکولو مخکې مهمې اقتصادي ګټې ترلاسه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button