مولانا فضل الرحمان: د پاکستان حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضل الرحمان د خیبر پښتونخوا د چارسدې په یوه غونډه کې د پاکستان پر حکومت سختې نیوکې کړې او ویې ویل، حکومت د خلکو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی. هغه زیاته کړه، اوسنی امنیتي وضعیت د هېواد د خلکو لپاره د جدي اندېښنې وړ دی.

فضل الرحمان د پاکستان پر اقتصادي وضعیت هم نیوکه وکړه او ویې ویل، پر خلکو د مالیاتو زیاتوالی او د هېواد د بودجې لپاره پر نړیوال وجهي صندوق تکیه اقتصادي ستونزې لا ژورې کړې دي په وینا يې د فساد د مخنیوي لپاره هم اغېزمن اقدامات نه دي ترسره شوي.

د نوموړي څرګندونې په داسې مهال مطرح کېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د امنیتي پېښو، وسله والو بریدونو او د امنیتي وضعیت د خرابېدو له زیاتوالي سره مخ دی.

مربوطه مطالب

Back to top button