قالیباف امریکا ته: که پر ژمنو عمل و نکړئ له پرېکنده ځواب سره به مخ شئ

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر ‘محمد باقر قالیباف” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې له امریکا سره د هوکړې د شرطونو او مادو د عملي کېدو څارنه د دغه هېواد ستر مذهبي مشر “ایات الله مجتبی خامنه ای” ولسمشر پزیشکیان ته سپارلې ده. هغه خبرداری ورکړی چې که د امریکا لوری پر خپلو ژمنو عمل ونه کړي، ایران به یې پر وړاندې سخت او پرېکنده ځواب ورکړي. قالیباف دغه راز ویلي، چې امریکا یو ځل د جګړې پر مهال سخت ګوزار تجربه کړ او که بیا هماغه لاره غوره کړي، نو له تاریخي غبرګون سره به مخ شي.



