کابل کې د افغانستان او قزاقستان ګډ سوداګریز نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو ناستو او ګډ نندارتون پرانیسته په کابل کې د دواړو هېوادونو د لوړپوړو چارواکو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون ترسره شوه.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، د قزاقستان د لوړپوړي پلاوي حضور د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو او پانګونې همکاریو د پراختیا لپاره د ګډې ارادې څرګندونه کوي.
عزیزي وویل، د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه نږدې سل سلنه لوړه شوې او یوازې د تېر کال په پرتله ۴۱ سلنه زیاتوالی پکې راغلی دی.
نوموړي زیاته کړه، دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د درې میلیارد ډالرو کچې ته د رسېدو هدف ټاکلی، چې د بانکي همکاریو، ترانزیټ، لېږد رالېږد او پانګونې په پراختیا سره د عملي کېدو وړ دی.
د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر، سیریک ژومانګارین، وویل د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی او هېواد یې په افغانستان کې د بېلابېلو اقتصادي برخو د پانګونې لېوالتیا لري.
د غونډې په څنډه کې د دواړو هېوادونو د تولیداتو او محصولاتو درې ورځنی نندارتون هم په ۵۰ غرفو کې پرانیستل شو.


