ننګرهار کې د نشه‌یي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۷ کسان نیول شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)

جلال‌اباد ښار کې د لومړۍ امنیتي حوزې پولیسو څلور تنه هغه کسان نیولي چې په دوو موټرو کې یې شاوخوا ۷ زره د ټابلیټ «کا» ګولۍ ځای پر ځای کړې وې او غوښتل یې د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې وپلوري. پولیس وایي، دغه کسان د کشفي او عملیاتو په ترڅ کې له توکو سره یوځای نیول شوي دي.

همدارنګه د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ د نشه‌یي توکو پر ضد پولیسو په تېرو اوو ورځو کې د ولایت په بېلابېلو سیمو کې د قاچاق او پلور په تړاو نور ۲۳ کسان هم نیولي دي.

له نیول شویو کسانو څخه له دوو زرو څخه زیاتې نشه‌یي ګولۍ، نږدې دوه کیلو چرس او یو مقدار شیشه ترلاسه شوې ده، او چارواکي وایي چې دوسیې یې تر څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button