قزاقستان په کابل کې د درملو د پلور څانګه او سوداګریز مرکز پرانیزي

کابل ټکی کام (شنبه، ۳۰ غبرګولی، ۱۴۰۵ل)
کابل کې د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د اقتصادي اړیکو پر پراختیا او د سوداګرۍ د کچې پر لوړولو خبرې وکړې.
قزاقي لوري اعلان وکړ چې په کابل کې به د درملو د پلور څانګه او د سوداګرۍ خونه پرانیزي او همداراز د هرات له لارې افغانستان ته د قزاقي اوړو د لېږد لپاره سبسایډي ورکولو ته چمتو دي. دوی د کانونو په برخه کې د کرومایټ او زینک د استخراج، د کیمیاوي سرې د تولید او د اوسپنې پټلۍ د لویې شبکې د جوړولو په برخو کې هم د عملي همکاریو ژمنه وکړه.
دواړو لورو د بانکي حسابونو د پرانیستلو، د صادراتو د زیاتوالي او د مالیو د کمولو پر موضوع هم بحث وکړ. ملا برادر د قزاقستان له لوري د همکاریو هرکلی وکړ او ډاډ یې ورکړ چې اړوند افغان ادارې به له یادو پروژو سره ګډ کار وکړي.


