بامیان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې ۳۲ تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د اسلامي امارت له بیا واکمنۍ راهیسې په دغه ولایت کې ۳۲ تولیدي کارخونو فعالیت پیل کړی چې د غالۍ اوبدلو، لاسي صنایعو، وینځونکو توکو او لبنیاتو د پروسس په برخو کې کار کوي.
د مسؤلينو په وینا، په دغو کارخونو کې له ۵۰ تر ۸۰۰ کسانو پورې د کار زمینه برابره شوې او د ۱۴۰۵ کال له پیل راهیسې ۲۸۰ سوداګریزو شرکتونو ته هم د فعالیت جوازونه ورکړل شوي دي.
بلخوا، صنعتکاران د برېښنا کمښت او د صنعتي ښارګوټي د ځمکو نه وېش خپلې اساسي ستونزې بولي او د لا زیات ملاتړ غوښتنه کوي خو د بامیان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، د صنعتکارانو لپاره د زر جریبه صنعتي ښارګوټي د ځمکې ځانګړي کولو چارې بشپړې شوي او په نږدې راتلونکي کې به پر پانګوالو او صنعتکارانو ووېشل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button