یمني ځواکونه: د امریکا-اسرائیلو پر ضد ټولو جبهو کې جګړې ته چمتو یو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د یمني ځواکونو ویاند “جنرال یحیی سریع” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د امریکا او اسرائیلو پر ضد ټولو جبهو کې جګړې ته چمتو دي.
یحیی سریع ویلي، چې یمني ځواکونه به د خپل مشر “سید عبدالملک بدرالدین حوثي” بلنې ته په تمه وي او د هر ډول احتمالي سناریو لپاره ځانونه بشپړ چمتو بولي.
سریع ویلي، چې د یمن، لبنان او غزې د دفاع، د حاکمیت د ساتنې او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د مقابلې لپاره د خپلو صفونو د تنظیم او روزنې بهیر ته دوام ورکوي.
همدارنګه د فلسطیني قضیې د ملاتړ دریځ یوځل بیا تکرار شوی او ټینګار شوی چې دا موضوع د یمن او مقاومت محور د اساسي دریځونو برخه ده.
په پای کې ویل شوي، یمني ځواکونه د خپلو مشرتابه د لارښوونو په رڼا کې د هر ډول اقدام لپاره تیار دي او د خپلو اهدافو تر لاسه کولو پورې به خپل دریځ ته ژمن پاتې شي.

مربوطه مطالب

Back to top button