ولسمشر ټرمپ: که ایران له هوکړې سرغړونه وکړي درنه بیه به پرې کړي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
امریکایي ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” ویلي چې که ایران له شوې هوکړې سرغړونه وکړي او خپلو ژمنو ته ژمن پاتې نه شي، نو واشنګټن به لازم اقدام وکړي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې د هوکړې په ترڅ کې به ایران له ازادو شویو مالي سرچینو څخه د امریکا خوراکي توکي وپېري.
بل لور ته د ایران د مرکزي بانک رییس “عبدالناصر همتي” د ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې او ویلي یې دي چې ایران د هوکړې له مخې له امریکا څخه د توکو پېرلو ته مکلف نه دی.
نوموړي زیاته کړې چې ایران کولای شي له ازادو شویو پیسو څخه هغه توکي هم وپېري چې پرې نړیوال بندیزونه نه وي لګېدلي.
دا څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو سیاسي او اقتصادي اختلافاتو په منځ کې مطرح کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button