خوست کې د لومړي ځل لپاره د شنه ګرانایټ قیمتي ډبرو د کان استخراج پیل شو

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د خوست ولایت د تڼیو ولسوالۍ د حصارک په سیمه کې د لومړي ځل لپاره د «شنه ګرانایټ» قیمتي ډبرو د کان د استخراج چارې پیل شوې.
د خوست د کانونو او پټرولیم ریاست وایي، د دغه کان استخراج د حرفوي جواز له لارې د دوو کلونو لپاره د سیمې خلکو ته سپارل شوی دی.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، د کان ۹۰ سلنه عواید به د سیمې اوسېدونکو او ۱۰ سلنه به د دولت بودجې ته ځانګړي کېږي.
همداراز استخراج به په شاوخوا دوه جریبه ځمکه کې د لاسي وسایلو په مرسته ترسره کېږي او د سیمې خلکو ته به د کار نوي فرصتونه هم برابر شي.



