کیم جونګ اون: شمالي کوریا د اټومي ځواک په توګه خپل دریځ پیاوړی کوي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د شمالي کوریا مشر “کیم جونګ اون” ویلي چې هېواد یې د نړیوال امنیت د پېچلي وضعیت پر وړاندې د اټومي ځواک په توګه د خپل دریځ د پیاوړتیا بهیر ته دوام ورکوي.
د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د راپور له مخې، کیم جونګ اون دا څرګندونې د واکمن کارګر ګوند د مرکزي کمېټې په غونډه کې کړې دي.
نوموړي ویلي چې په نړۍ کې وروستي امنیتي کړکېچونه او بدلونونه ښيي چې د هېواد د دفاعي او اټومي وړتیاوو ساتل او لا پیاوړي کول ضروري دي.
کیم جونګ اون په خپلو خبرو کې امریکا او جنوبي کوریا تورن کړي چې د ګډو پوځي تمرینونو او د خپلو اټومي ظرفیتونو د پراخولو له لارې د کوریا ټاپووزمې امنیتي وضعیت نور هم ترینګلی کوي.
د یادونې ده چې د شمالي کوریا او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې لا ډېرې ترینګلې شوې دي.



