قطر د ګازو چاڼځای کې چاودنې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د راپورونو له مخې د قطر د «راس لفان» په نامه د ګازو په یوه چاڼځای کې د چاودنې له امله ۱۳ کسان وژل شوي او ۶۶ نور ټپیان شوي دي.
د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، دا په قطر کې د تېرو شلو کلونو پر مهال د ګازو په تاسیساتو کې تر ټولو مرګونې چاودنه بلل کېږي.
د قطر د انرژۍ وزیر “سعد الکعبي” ویلي، چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی او د پېښې قربانیان او ټپیان تر ډېره هندي او پاکستاني وګړي دي. قطري چارواکو ویلي، چې چاودنه د یوې تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې او تر اوسه د ورانکارۍ یا قصدي برید کومه نښه نه ده موندل شوې؛ خو څېړنې پیل شوي دي.



