روزګان کې د سختو سېلابونو له کبله ۳ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د روزګان ولایت امنیتي مسئولین وایي، چې د سختو سېلابونو له کبله په دغه ولایت کې درې کسان وژل شوي دي.
د روزګان ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب رسنیو ته وویل، چې له تېرې ورځې راهیسې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې سختو ورښتونو زور نیولی دی، چې خلکو ته یې مالي زیانونه اړولي.
نایاب مرستندویه بنسټونو ته خبردارۍ ورکړ، چې باید ژر تر ژره د دغه ولایت متاثرینو سره مرسته وکړي.
د یادولو ده، چې له تېرې ورځې راهیسې پلازمینه کابل کې سختو ورښتونو خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.



