هرات کې د ناپېژانده وسله والو له خوا ۱۵ ماین پاکان تښتول شوي

کابل ټکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
د هرات دولتي چارواکو رسنیو ته ویلي دي، چې تېره ورځ د ناپېژانده وسله والو له خوا ۱۵ کارکوونکي د دغه ولایت د کهسان ولسوالۍ په شبش سیمه کې تښتول شوي دي.
دغه ماین پاکان د هیلوټرسټ د ماین پاکۍ مؤسسې پورې تړلي وو.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دې پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې د تښتول شویو ماین پاکانو د راخلاصولو لپاره هڅې روانې دي.
ویل کیږي، په افغانستان کې دا مهال د ماین پاکۍ ۲۰ مؤسسې چې اته زره کارکوونکي لري، فعالیت کوي.
لا تر دا مهاله د دې پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.


