د پاکستان جماعت الاحرار د کراچۍ د رېنجرز پر مرکز د موټربم برید مسوولیت ومانه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د پاکستان د کراچۍ ښار د ګلستان جوهر په سیمه کې وسله‌والو د رېنجرز نیمه‌پوځي ځواکونو پر ایالتي مرکز موټربم برید کړی او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته کړې ده.

د راپورونو له مخې، بریدګرو لومړی له چاودېدونکو توکو ډک موټر د رېنجرز له ودانۍ سره وجنګاوه او ورپسې یې ډزې پیل کړې، چې له امله یې څو چاودنې او سختې نښتې رامنځته شوې.

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د سند ایالت اعلی وزیر د پېښې په اړه د هر اړخیز راپور غوښتنه کړې او مرستندویه امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي. جیو نیوز هم په سیمه کې د پرله‌پسې چاودنو او سختو ډزو خبر ورکړی دی.

د برید مسوولیت جماعت الاحرار ډلې منلی او دا د ۲۰۲۴ کال راهیسې په کراچۍ کې تر ټولو لوی برید بلل کېږي. تر اوسه د مرګ ژوبلې او د عملیاتو د پایلو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

مربوطه مطالب

Back to top button