شیخ شهاب الدین دلاور: هېواد کې د یوه امیر تر مشرۍ لاندې اسلامي نظام حاکم دی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون مشر “شیخ الحدیث شهابالدین دلاور” وايي، چې هېواد کې د یوه امیر تر قیادت لاندې اسلامي نظام حاکم دی او هېڅوک د دغه نظام د اوامرو او قوانینو څخه سرغړونې حق نه لري.
دلاور دغه څرګندونې له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون په خبري ناسته کې کړې دي. نوموړي ټینګار کړی، چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر چتر لاندې ټولې چارې پر مخ وړل کېږي او د نظام د پرېکړو اطاعت د ټولو لپاره اړین دی.
هغه زیاته کړې، چې له افغان شخصیتونو سره د اړېکو کمېسیون د نافذو قوانینو له مخې فعالیت کوي او هېڅوک اجازه نه لري چې هېواد ته راستنو شویو افغان شخصیتونو ته ستونزې جوړې کړي او یا هم د هغوی په چارو کې خنډونه رامنځته کړي.
د نوموړي په وینا، یاد کمېسیون هڅه کوي چې له هېواده بهر مېشت افغان شخصیتونه بېرته هېواد ته راستانه شي او د افغانستان په بیارغونه او پرمختګ کې خپل رول ولوبوي.



