ولسمشر اردغان خپل لمسي ته د مرمره علماوو له مدرسې د فراغت سند وسپاره

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې د ولسمشر “رجب طیب اردوغان” خپل لمسي “عمر طیب اردوغان” ته د مرمره د امامانو او خطیبانو له لېسې څخه د فراغت سند سپارلی دی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، دغه مراسم د “امام خطیب” ښوونځي د فراغت په یوه غونډه کې ترسره شوي، او د ولسمشر د کورنۍ غړي هم په کې لیدل شوي دي.
د ویلو ده، چې ولسمشر اردغان تل دیني او په ځانګړې توګه د قرانکریم د حافظانو په فراغت غونډو کې ګډون کوي؛ خو دا لومړی ځل دی، چې د خپل لمسي فراغت غونډې ته ورغلی او دا معتبر سند یې ورته سپارلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button