کابل کې د استوګنیزو پروژو لپاره ۵۱ جریبه ځمکه د کور او ښار جوړولو وزارت ته ولېږدول شوه

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، په کابل کې د استوګنیزو پروژو د پلي کېدو او خلکو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره ۵۱ جریبه ځمکه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د کور او ښار جوړولو وزارت ته ولېږدول شوه.
د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، له دې جملې ۹ جریبه ځمکه د دهسبز ولسوالۍ او ۴۲ جریبه د بګرامیو ولسوالۍ پورې اړه لري. د وزارت په وینا، پر دغو ځمکو به د نافذه تخنیکي او حقوقي اصولو له مخې معیاري ښارګوټي او استوګنیز بلاکونه جوړ شي، څو د ښاري پراختیا او استوګنیزو اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته وکړي.



