هرات امنیتي ځواکونو درې غله ونیول او ۱۰ غلا شوي موټرسایکلونه یې کشف کړل

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د هرات امنیه قومندانۍ وایي، د اوومې امنیتي حوزې منسوبینو د کشفي عملیاتو پر مهال درې تنه د موټرسایکلونو د غلا په تړاو نیولي دي. د چارواکو په وینا، یادو کسانو د غلا شویو موټرسایکلونو اسناد او شاسي نمبرونه بدلول او وروسته یې پلورل.

امنیتي ځواکونو د دوامدارو عملیاتو په ترڅ کې ۱۰ عرادې غلا شوي موټرسایکلونه هم کشف او ضبط کړي دي. پولیس وایي، دغه وسایط به د قانوني اسنادو له ارزونې وروسته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې، نیول شویو کسانو په لومړنیو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسیې یې د لا زیاتو څېړنو او قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ادارو ته سپارل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button