سپاه پاسداران: د امریکا د بریدونو په غبرګون کې مو اته امریکایي پوځي هدفونه وویشتل

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د ایران سپاه پاسداران وايي، چې د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې یې په کویټ او بحرین کې د امریکا پوځ اړوند پر اتو مهمو پوځي بنسټونو بریدونه کړي دي.

دغه ځواک همداراز ګواښ کړی، چې په راتلونکو ورځو کې به د سیمې امریکایي پوځي اډې له سختو بریدونو سره مخ شي.

سپاه پاسداران ویلي، چې د اوربند هر ډول سرغړونه به روان بهیر په بشپړ ډول ودروي او د هرمز تنګي په اړه به له هغو بېړیو سره چې د ایران لارښوونې نه مني، تر پخوا سخت چلند وشي. د دوی په وینا، د هرمز تنګي د سمندري تګ راتګ د کنټرول ترتیبات د ایران په واک کې دي.

یاد ځواک ټینګار کړی، چې د امریکا وروستی برید د ایران پر پنځو ساحلي سیمو ترسره شوی او د دوی وروستي پوځي عملیات د همدې برید په ځواب کې ترسره شوي دي.

 سپاه پاسداران خبرداری ورکړی، چې هر ډول نوی برید به له «سخت او پرېکنده» غبرګون سره مخ شي.

مربوطه مطالب

Back to top button