د احصایې او معلوماتو اداره: په درېیو میاشتو کې د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی

کابل ټکی کام (شنبه، ۷ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د احصایې او معلوماتو ادارې ویلي، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ۱۹۱ ښځو په ګډون ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي افغانستان ته داخل شوي، او د ۱۲۱ ښځو په ګډون ۳ زره او ۹۹۲ نور له هېواده وتلي دي.
د ثبت شویو شمېرو له مخې، ۴ زره او ۵۰۳ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۶۵ تنه د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي دي. له دغو کسانو څخه ۶۰۹ تنه د افغانستان د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره او پاتې نور د کار او نورو موخو لپاره هېواد ته داخل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button