ذبیح‌الله مجاهد: د پاکستان له لوري د بریدونو دوام کابل کې د پاکستان سفارت د تړل کېدو احتمال هم رامنځته کولی شي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د اسلامي امارت ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د اسلامي امارت لومړیتوب خبرې اترې دي او نه غواړي وضعیت داسې کړکېچن شي چې د دواړو لورو له کنټرول څخه ووځي.
مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په کابل کې د پاکستان د سفارت د تړل کېدو احتمال شته، وویل که د پاکستان د پوځ له لوري بریدونه دوام وکړي، دا هم له شته انتخابونو څخه یو دی.
هغه زیاته کړه، چې د اوس لپاره اسلامي امارت باید له زغم او حوصلې څخه کار واخلي او هڅه وکړي چې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button