کابل امنيه قوماندانۍ وايي، ۱۶ کیلوګرامه شیشه، لس زره نشه‌يي ګولۍ او زرګونه لیټره شراب يې نيولي

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۹ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)

د کابل ولایت امنیه قوماندانۍ وایي، د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د کابل په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۱۶ کیلوګرامه شیشه، ۳ کیلوګرامه چرس، نږدې ۱۰ زره د نشه‌يي توکو ګولۍ او شاوخوا دوه زره لیټره شراب کشف او ضبط کړي دي.

د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغو عملیاتو په تړاو څلور کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق او پلور په تور نیول شوي دي.

چارواکي زیاتوي، له لومړنیو څېړنو وروسته به د نیول شویو کسانو دوسیې د قانوني اجراآتو لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button