افغان دفاع وزارت: پاکستان کې د داعش پر درېیو مرکزونو هوايي بریدونه شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ جنګاښ، ۱۴۰۵ل)
افغان د دفاع وزارت اعلان کړی، چې هوايي ځواکونو یې د پاکستان د بلوچستان او خیبرپښتونخوا ایالتونو کې د داعش پر هغو مرکزونو هوايي بریدونه کړي چې په وینا یې افغانستان کې د تخریبي فعالیتونو او بریدونو د همغږۍ لپاره کارېدل.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې، یو برید د بلوچستان د پشین ولسوالۍ د سرانانو په سیمه کې ترسره شوی، چې ادعا کېږي له دغه ځایه په افغانستان کې د بریدونو او د ملکي وګړو پر ضد د عملیاتو پلانونه جوړېد
وزارت ویلي، د خیبرپښتونخوا د قمبرخېلو په سیمه او د چترال د شاه سلیم درې اړوند د ګرم چشمو په سیمه کې هم د داعش پر دوو نورو مرکزونو هوايي بریدونه ترسره شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دغه مرکزونه هم په افغانستان کې د بریدونو د طرحې او همغږۍ لپاره کارېدل.
د دفاع وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د داعش وسلهوالو، د هغوی د ملاتړو او د وزارت په وینا د «شر او فساد» اړوندو کسانو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
وزارت ادعا کړې چې بریدونه په دقیق ډول ترسره شوي او ملکي وګړو ته پکې هېڅ زیان نه دی اوښتی.
افغان حکومت ټینګار کړی، چې د افغانستان د امنیت پر ضد کارېدونکی هر ځای به په نښه کړي.
تراوسه د پاکستان حکومت او یا هم خپلواکو سرچینو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.



