ولسمشر اردغان اپوزیسیون ته: د علوي وګړو له احساساتو سیاسي ګټه مه اخلئ

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ترکیې ولسمشر “رجب طیب اردغان” ویلي، چې د اپوزیسیون ګوند دننه روان اختلافات په تدریج سره له منطقي چوکاټه وتلي او “په جګړه” کې هر څه روا دي” ذهنیت ته اوښتي، چې دا یو ناسم او د اندېښنې وړ بهیر دی.
ولسمشر اردغان ویلي، چې تر ټولو ستره تېروتنه دا ده چې د علوي وګړو له احساساتو او نوم څخه د سیاسي موخو لپاره د استفادې هڅه کېږي. د نوموړي په وینا، هغه ګوند چې په تېر کې د دردناکو پېښو مسؤلیت ور تر غاړې دی، که رښتیا هم جرئت لري، باید د خپل تېر ناسم ریکارډ حساب ورکړي.
ولسمشر اردغان ټینګار کړی،
چې هېڅوک باید د علوي اتباعو له حساسیتونو څخه د سیاسي ګټې اخیستنې هڅه ونه کړي او نه هم د هغوی احساسات د سیاسي استفادې لپاره وکاروي.
هغه زیاته کړې، چې د نفاق او وېش سیاست په تېر کې هېواد ته یوازې زیان رسولی او د خلکو ترمنځ یې ژور دردونه او اختلافات رامنځته کړي دي.
نوموړي ویلي، چې حکومت به یې د هېواد د زرکلنې ورورولۍ د کمزوري کېدو، زیانمنېدو او د خلکو ترمنځ د تفرقې اچولو اجازه ور نه کړي او داسې سیاست ته به نه ارزښت ورکړي او نه به یې د پرمختګ مخه خلاصه پرېږدي.

مربوطه مطالب

Back to top button