یوټیوب خپلو کارونکو ته نوې او په زړه پورې اسانتیاوې وړاندې کوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
یوټیوب اعلان کړی، چې په راتلونکو اوونیو کې به د خپل «شارټس» پلیټفارم لپاره څو نوې ځانګړتیاوې په تدریجي ډول د نړۍ په ټولو برخو کې خپلو کاروونکو ته فعاله کړي.
د شرکت په وینا، د نویو بدلونونو له ډلې یوه مهمه اسانتیا د بشپړ سکرین (Full Screen) حالت دی، چې کاروونکو ته به اجازه ورکړي ویډیوګانې له تڼیو، لیکنو او نورو اضافي عناصرو پرته په بشپړ ډول وګوري، ترڅو د لیدلو تجربه یې لا پیاوړې شي.
یوټیوب همداراز د ویډیو د دوه برابره چټک لیدلو (2x Speed) اسانتیا هم معرفي کوي، چې له مخې به یې کاروونکي لنډې ویډیوګانې په ډېر سرعت سرع کتلای شي.
د شرکت په وینا، د ویډیو د خوښې نښه (Like) هم بدلېږي او د پخوانۍ نښې پر ځای به د «زړه» (Heart) نښه وکارول شي، ترڅو د خوښې څرګندول د کاروونکو لپاره لا اسانه او جذاب شي.
سربېره پر دې، د ویډیو د غږ بندولو طریقه هم ساده شوې ده. کاروونکي به وکولای شي ویډیو په ټکولو ودروي او د ځانګړې تڼۍ له لارې یې غږ په چټکۍ سره بند کړي.
یوټیوب ویلي، چې دا نوې اسانتیاوې به په تدریجي ډول د نړۍ ټولو کاروونکو ته وړاندې شي، څو د شارټس کارول لا اسانه، چټک او اغېزمن شي.



