ازبکستان او قطر د افغانستان په اړه د سیمهییزو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي، عصمتالله ایرګاشف، په تاشکند کې د قطر له سفیر حسن حمزه هاشم سره د افغانستان د وضعیت او د دوهاړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې لیدنه کې د سوداګرۍ، اقتصاد، ترانسپورټ، لوژستیک او کلتوري او بشري همکاریو د پیاوړتیا پر لارو چارو بحث شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، د قطر سفیر د افغانستان د ټولنیزې او اقتصادي بیارغونې په برخه کې د ازبکستان هڅې ستایلې او د سیمهییز ثبات په ټینګښت کې یې د تاشکند رول مهم بللی دی.
دواړو لورو همداراز د افغانستان اړوند د منظمو خبرو اترو او سیمهییزې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی.


