ذبیح‌الله مجاهد د وزارتونو او ادارو د ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته وکړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند “ذبیح‌الله مجاهد” د وزارتونو او بېلابېلو دولتي ادارو له ویاندویانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړې ده.
دغه ناسته چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د اطلاع‌رسونې د بهیر د لا پیاوړتیا او د مطبوعاتي او نشراتي چارو د ښه مدیریت په موخه ترسره شوه.
په ناسته کې د وزارتونو او ادارو ویاندویانو د اطلاع‌رسونې د اغېزمنتیا، د رسنیو سره د همغږۍ او د نشراتي چارو د لا ښه تنظیم په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه د اسلامي امارت له ویاند، ذبیح‌الله مجاهد، سره شریک کړل.
د غونډې ګډونوالو د دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالي او پر وخت د معلوماتو د وړاندې کولو پر اهمیت هم ټینګار وکړ.

مربوطه مطالب

Back to top button