اخوان المسلمین: اسلامي هېوادونه دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د اخوان المسلمین د نړیوال اسلامي غورځنګ ویاند “صهیب مقصود” کابل ټکی کام وېب پاڼې ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې اسلامي هېوادونه په ځانګړې توګه افغانستان او پاکستان باید خپلې ستونزې د خبرو اترو له لارې حل کړي، ځکه د هغه په وینا جګړه د شخړو د پای ته رسولو مناسبه لار نه ده.
هغه د پاکستان په وروستیو هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له دواړو لورو یې غوښتي چې له زغم څخه کار واخلي او ژر تر ژره د خبرو اترو بهیر پیل کړي.
صهیب مقصود ویلي، د اسلام دښمنان هڅه کوي د اسلامي هېوادونو ترمنځ د اختلافونو او شخړو په رامنځته کولو سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
د نوموړي په وینا، اسلامي هېوادونه باید خپل اصلي لومړیتوبونه وپېژني، یووالی وساتي او د هغو هڅو مخه ونیسي چې د اسلامي نړۍ د تفرقې لامل ګرځي.



