سپاه پاسداران ځواکونو یوه وسله واله ډله له منځه وړې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکي ځواک “سپاه پاسداران” د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وایي، ځواکونو یې د عملیاتو پر مهال یوه حکومت مخالفه وسله واله ډله له منځه وړې ده.
سپاه خبرپاڼه کې ویلي، دغه عملیات د امنیتي اقداماتو په ترڅ کې ترسره شوي او د یادې وسله والې ډلې ټول غړي پکې وژل شوي دي.
د سپاه له لوري خپرو شویو انځورونو کې د عملیاتو صحنې، د وژل شویو کسانو جسدونه او له ډلې څخه نیول شوې وسلې او تجهیزات هم ښودل شوي دي.
تر اوسه د یادې پېښې د کره ځای، د وژل شویو کسانو د هویت او د عملیاتو د نورو جزیاتو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.



