د روسیې-اوکراین جګړه؛ د مسکو هوايي برید کې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۰ چنګاښ، ۱۴۰۵ل)
اوکرایني چارواکي وایي، د دغه هېواد په جنوب ختیځ کې د “زاپوریژیا” ښار باندې د روسیې د هدایتشویو توغندیږ په بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۱۵ نور ټپیان دي.
د زاپوریژیا سیمې والي، ایوان فېدوروف، ویلي چې روسي ځواکونو د ۹۰ دقیقو په موده کې پر ښار اووه هدایتشوي توغندي غورځولي دي.
د نوموړي په وینا، د بریدونو له امله استوګنیزې سیمې زیانمنې شوې او د ژغورنې ډلې د ټپیانو د ایستلو او د زیانونو د ارزونې په چارو بوختې دي.
روسي چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او د جګړې د شرایطو له امله د دواړو لورو ادعاوې په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې.



