د کېلې د پوستکي د داخلي برخې په مټ هم غاښونه سپينوی شئ!

کابل تکی کام ۱۴حمل/۱۳۹۵، ډاکټر بلقیس وردګ
غاښونه د انسان په بدن کې هغه ظاهري او د خلکو پام اوښتونکي غړي دي، چې د خوښۍ او خند پر مهال د خلکو توجه ډېره جلبوي، که چیرې د یو چا غاښونه سپین وي، نو د خلکو د خوښۍ وړ ګرځي، او د خبرو اترو پر مهال ورسره نه تنګیږي.
خو که د یو چا غاښونه زېړ او خېرن وي، نو د خلکو په نظر کې ناوړه ګرځي، او نه غواړي چې له ده سره خبرې وکړي.
نو د همدې له وجې خلک غواړي تر څو د اسانو او مجربو لارو څخه خپل غاښونه سپین کړي.
د غاښونو د سپینولو په اړه د یو شمېر پوهانو د لارښوونو تر څنګ یو هم د کېلې د پوستکي د داخلي برخې لارښوونه ده، چې د غاښونو په سپینولو کې درسره ښه مرسته کوي.
کله مو چې کېله سپینه کړه، نو د هغې د پوستکي داخلي برخه به ښه وګروئ، او په خوله کې به یې د ژبې په مټ په غاښونو پورې تر دوو دقیقو پورې ښه وموږئ.
طب پوهان وايي، چې د کېلې د پوستکي په داخلي برخه کې پراته ګټور منرالونه لکه پوتاشیم، منګنېزیم او منګانیز شتون لري، چې د غاښونو په سپیناوي کې تر هر څه ښه رول لوبوي.



