افغانستان د عجایبو هېواد دی. دلته به هره ورځ داسې نادرې خبرې واورې ــ وګورې، چې هک پک به شې. خیالي ښوونځي، خیالي پولیس، خیالي اردو، خیالي مامورین، بلکې ټول دولت خیال پلو دی. دلته هر څه دروغ خېژي او یوازې چې رښتیا کېږي هغه د دولتي مامورینو خبرې دي؛ ځکه دولتي مامورین چې څه وايي، هغسې بیا نه کوي. ملت یوازې په همدې باور لري او همدغه ورته رښتیا ښکاري.
د نورې نړۍ وګړي شاید داسې فکر وکړي، چې افغانستان ته امریکا، اروپا او ځینې اسیايي هېوادونو په ملیاردونو ډالر ورکړل او افغانستان به اوس ګل ـ ګلزار وي او افغانانو به په تېرو څوارلس کلونو کې ۱۸۰ درجې بدلون کړی وي. له بده مرغه د نړیوالو مرستې هم په خیالي کارونو لګیدلي او عامو خلکو ته یې کومه ګټه نه ده کړې.نړیوال په تېرو څوارلس کلونو کې په افغانستان پسې ۸۴ ملیارده ډالر مرسته حسابوي؛ خو یو داسې ځای نه په ګوته کوي، چې ګټه یې څوارلس کاله وروسته هم موږ ته ورسېږي.
تازه نادره خبر د سولې د عالي شورا د غړي او ویاند شهزاده شاهد نوې څرګندونې دي. شاهد تېره ورځ ویلي، د سولې عالي شورا ځینې لوړ پوړي چارواکي د میاشتې تر څلوېښت زره ډالر پورې معاش اخلي او لسګونه میلیونه ډالر یې حیف میل کړي هم دي.د شاهد په خبره، که اړتیا شوه داسې اسناد په لاس کې لري، چې تورن کسان پرې محکمه کړی شي.
د سولې د عالي شورا د غړو د معاشو دا خبره لومړۍ نه ده او نه کېدای شي وروستۍ شي. له دې وړاندې د دفاع اوسنی سرپرست وزیر معصوم ستانکزی، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني او شمېر نور غړي هم د سولې عالي شورا د دندې پرمهال په فساد تورن شوي وو او د لسګونه میلیونه ډالرو د غلا تور پرې ورباندې وو.
امریکا، برتانیې، جاپان، کاناډا، چین او شمېر نورو هېوادونو په تېرو پنځو کلونو کې د سولې عالي شورا سره اته سوه میلیونه ډالر مرسته کړې؛ خو د سولې عالي شورا تراوسه د اته ډالرو په ارزښت هم کار نه دی کړی او نه تراوسه داسې لاسته راوړنه لري، چې ملت ته ووايي، موږ دومره کار کړی او یا مو تراوسه زرګونه وسله وال له جګړې راګرځولي دي، بلکې جګړې لا زور اخېستی او اوس خبره د ولسوالیو له سقوط څخه د ولایتونو سقوط ته نږدې شوې ده.
شاهد ویلي دي، د سولې عالي شورا اوسني او پخواني یو شمېر غړي په اداري او استخباراتي فساد ککړ دي او د دوه زرو پروژو پیسې هم لادرکه شوي دي. نوموړی وايي، که اړتیا شوه، ورسره شته اسناد به رسنیز کړي او ټول غله به افشا کړي.
دلته قانون تراوسه غریب سړي لپاره جوړ دی او د قانون لاسونه تراوسه دومره نه دي اوږده شوي، چې د یو ولسوال غاړي ته هم ورسېږي، وزیر، والي، مرستیال او بل لوړ پوړی چارواکی خو پرېږده. که شاهد د غلو اسناد خپاره هم کړي، نو څوک به یې د محکمې مېز ته راکش کړي؟
د سولې عالي شورا ستره لاسته راوړنه تلویزونونو او راډیو ګانو ته یو څو پوچ تبلیغاتي اعلانونه دي او د همدغه اعلانونو پرمټ دوی غواړي چې سوله راولي او وسله وال مخالفین د سولې مېز ته کېنوي.
که په دغه کنځلو سوله راتلای، نو په تېرو ۱۴ کلونو کې به راغلې وه. ملت نور خپل دوست او دښمن ښه پېژني او هغه خلک یې په تېرو څوارلس کلونو کې وپېژندل، کوم یې چې په ارزښتونو لوبې کوي او کوم خلک یې د ارزښتونو ساتنه کوي.