عطاء محمد نور وايي، چې په زور سره یې څوک نه شي ګوښه کولای

کابل ټکی کام فرید احمد

د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت والي ښاغلی عطاء محمد نور چې د جمعیت اسلامي مشري یې هم په غاړه ده، وايي، هېڅوک نه شي کولای چې له دندې یې ګوښه کړي.

له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ښاغلي عطاء محمد نور ویلي دي، که زما ګوښه کول یو ضروري امر وي، نو مونږ باید دا تصمیم ولرو، چې بیا څه کوو او څوک باید په بلخ کې والي وټاکل شي.

دوی نه شي کولای چې ما په زور سره له واکه ګوښه کړي ـ زه له خپلو خلکو سره یم.

نور دا خبره رد کړه چې باید له ولایت څخه لېرې کړای شي سره د دې چې یو نیم کال مخکې نوموړی د ۳۳ نورو والیانو سره یوځای له ولایت څخه ګوښه کړای شوی وو.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتي کمپاین کې ښاغلي نور د عبدالله عبدالله پوره او په ډاګه ملاتړ کاوو، او تر ډېره بریده یې د هغه په کامیابۍ کې کارنده ونډه ترسره کړې ده.

هغه په دې دوران کې په مسلسل ډول ګواښونه کول، که يې غوښتنې ونه منل شي نو دجنګ میدان ته به ښکته شي، او د وینو سېابونه به وبهوي.

دا حالت په داسې وخت کې منځ ته راغی، کله چې د غني او عبدالله تر منځ د ولسمشريزو ټاکنو په پایلو باندې سختې ناندرۍ رامنځ ته شوې.

عطاء محمد نور دغه خبرې وروسته له هغه کړي دي، چې په مزارشریف کې یو بل ټوپکسالار رشید دوستم د ده په خلاف پاڅونونه کړيدي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button