کالیفورنیا کې د موټر پر سر د یوې الوتکې د غورځېدو له کبله ۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام ۱۵حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
نړیوالو خبري رسنیو خبر ورکړی دی، چې نن د امریکا د کالیفورنیا ایالت پر لویه لاره کې د موټر پر سر یوه کوچنۍ الوتکه راغورځېدلې ده.
ځايي پولیس وايي، چې په دغه پېښه کې یو تن وژل شو ی دی، او ۵ نور ټپيان دي.
تاس نومي خبري اژانس وایي، چې په دغه الوتکه کې ۲ پیلوټان ناست وو، چې په پېښه کې ټپیان شوي، او روغتون ته لېږدول شوي دي.
د دغه اژانس د خبر له مخې چې د پېښې د رامنځته کېدو له کبله دا مهال دغه لویه لاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.



