
د روسیې د دفاع وزارت په مربوطاتو کې اور بل شوی
کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، سمسور ګیلاني
د روسیې د دفاع وزارت په مربوطاتو کې اور بل شوی دی، چې دا مهال یې اور وژونکي پولیس د مړ کولو په هڅه کې دي.
د دغه وزارت څخه بل ځای ته د کارمندانانو د انتقال پر مهال یو مامور ټپي شوی دی.
د روسیې د دفاع وزارت د ویاند ایګور دینیسوف رسنیو ته ویلي دي، چې دا مهال اور وژونکي پولیس د اور په مړ کولو توانېدلي دي.
د روسیې دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي دي، چې دغه اور د دغې ودانۍ په یوه فني کوټه کې بل شوی دی.
همدا راز د روسیې رسنیو ته ویلي دي، اور هغه پوړ ته هم رسېدلی دی، چې د وزیر دفتر پکې دی.
د روسیې د رسنیو له قوله چې د پوځ د عمومي قومندان او د نورو لوړپوړو چارواکو دفترونه یې زیانمن کړي دي.
د اور لګېدنې لامل نه دی معلوم، خو ښايي د برېښنا د شارټۍ له کبله رامنځته شوی وي.
د یادولو ده، اور په هغو دفترونو کې لګېدلی دی، په کومو کې چې د فساد ضد دوسیې خوندي دي.



