غزني اندړو کې د یوه تونس او د ملي اردو د موټرو ترمنځ ټکر، ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۱۶حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د غزني څخه خبري منابع وايي، چې د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ په کوټه سنګي سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله ۱۱ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د غزني د اندړو ولسوالۍ ولسوال محمد قاسم دیسیوال رسنیو ته د دغه پېښې په تأیید کې ویلي دي، چې دغه پېښه د یوه تونس موټر او د ملي اردو د موټر تر منځ د ټکر له کبله رامنځته شوې ده، نوموړي وویل، چې د پېښې ټپيان ټول روغتون ته لېږدول شوي دي.

همدا راز د غزني ولایت د ولایتي روغتون رئیس ډاکټر بازمحمد همت رسنیو ته ویلي دي، چې دوی ته د دغه پېښې څخه وروسته یو جسد او لس ټپيان وروړل شوي دي.

ښاغلي همت وویل، وژل شوی کس په مرمیو ویشتل شوی دی.

ډاکټر همت د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې په ټپيانو کې شپږ سړي، درې ښځې او یو ماشوم دی، د ده په خوله چې په روغتیایي حالت یې ډاډمن دی.

د یادولو ده، کله چې ترافیکي پېښه رامنځته شي، نو ترافیکي پولیس یې وجه د موټر چلوونکي د رفتار تېز سرعت ښيي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button