
جمعه همدرد: په شمال کې لوړپوړي چارواکي په خپلو کسانو اسلحې وېشي
کابل ټکی کام فرید احمد
د کرزي د دورې د پکتیا والي او د حزب اسلامي مهم غړي جمعه خان همدرد ویلي دي چې د افغانستان په شمال کې دولتي چارواکي په خپلو کسانو باندې غیرقانوني اسلحې ویشي ترڅو خپل قدرت دوامداره وساتي.
ښاغلی همدرد وایي چې په شمال کې د لسو کالو راپدیخوا یو مشخص ګوند قدرت له ځان سره ساتي، او خلک هڅوي چې کوکنار وکري او په رنګارنګ قاچاقو لاس پوري کړي.
ښاغلي همدرد خپله ګوته ټوله د جمعیت ګوند ته نیولې وه او زیاته یې کړه چې دا ګوند په شمال کې دولتي ځمکې غصبوي او خپلو کسانو باندې اسلحې ویشي ترڅو قدرت له ځان سره وساتي.
ده وویل
«د هېواد په شمال کې له فاریاب څخه نیولې بیا تر بدخشان پورې یو ګوند واک لري،قومندانان، والیان، ملي اردو، پولیس، سرحدي نظم عامه، د ځمکې او ښارګوټیو د توزیع مسؤلان ټول له همدې ګوند څخه دي.»
همدرد همداشان وویل چې په بلخ کې د طالبانو په نوم کسان د همدې زورواکانو له لوري جوړ شوي دي، هغه زیاته کړه همدا قدرتمندان په شمال کې طالبان منځ ته رواړي.
همدرد دعوه کوي چې د شمال واکداران د بلخ په اکثرو ولسوالیو کې خلک دې ته هڅولي دي چې کوکنار وکري او قاچاق ته وده ورکړي.
د یادولو ده چې پدې وروستیو کې د هېواد په شمال کې د دوستم او جمعیت د ملیشو ترمنځ سختې نښتې رامنځ ته شوې چې له کبله یې یو شمېر امنیتي ستونزې منځ ته راغلې، او د بلخ والي عطاء نور پدې اند دی چې ستونزې د کابل د ادارې لخوا ورته پېښې شوې دي او دده په وینا چې څوک به هم دی له واک څخه لرې نکړای شي.



